پوځي شنونکي: ايراني دفاعي سيستمونه بېرته فعال او ايران اوس د جګړې واګې يې په لاس کې اخيستي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د پوځي سرچينو د معلوماتو له مخې، د ايران هوايي دفاعي سيستمونه چې د اسرائيل د ناڅاپي برید په لومړيو ساعتونو کې خاموش شوي وو، اوس بېرته تدريجاً فعال شوي او خپل کار يې پيل کړی دی.
پوځي شنونکي وايي، چې دا پوځي لحاظه منطقي اقدام و، ځکه د بريد لومړۍ څپه ډېره شدیده وه او د بريد ماهيت هم نامعلوم و. له همدې امله، د ايران پوځ پرېکړه وکړه چې په لومړي سر کې د دفاعي سيستمونو ځواکونو ته شاتګ ورکړي، څو د بريد ماهيت معلوم او د مؤثر غبرګون لپاره چمتووالی ونیول شي.
اوس چې د بريد شدت راکم شوی، دفاعي سيستمونه يو په بل پسې فعالېږي، او د ايران هوايي دفاع توان لري چې د راتلونکو بريدونو شدت کم کړي او حتی مخه يې ونیسي.
پوځي شنونکي باور لري، چې ايران اوس د جګړې واګي په لاس کې اخيستي، او اسرائيلو ته به د پخواني ډول پراخ بريد تنظيمول ډېر سخت وي.
زياتوي د اسراییلو د برید اصلي ځواک د لومړیو پنځو ساعتونو په جریان کې کارول شوی، او اوسني بریدونه يوازې د فشار اچولو او د ايران له احتمالي ځواب څخه د وېرولو لپاره ترسره کېږي.
حتی که اسرائيل يو بل قوي بريد هم وکړي، د غافلګيرۍ عنصر له لاسه وتلی، ځکه ايران اوس په بشپړه توګه د جګړې فضا ته ننوتی دی او د هر ډول بريد لپاره تياری لري.



