د ایران د لومړي ځوابي برید پای؛ ۳۰۰ بالستیک توغندي تل‌ابیب او نورو ښارونو کې لګېدلي – دویم برید پیل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت له لوري پر صهیونیستي رژیم د سختو ځوابي بریدونو لړۍ روانه ده. د راپورونو له مخې، د ایران د لومړي پړاو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰۰ بالستیک توغندي د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول تل‌ابیب، حیفا، عسقلان، اشدود او بیت‌المقدس کې لګېدلي دي.

ایراني چارواکو ویلي، دا بریدونه د صهیونیستي رژیم د وروستي یرغل غچ دی، او هدف یې د اسرائیلو مهم پوځي او استخباراتي تأسیسات وو. د سرچینو په وینا، یاده حمله د “وعده صادق ۳” د عملیاتو برخه وه، چې په بې‌سارې کچه ترسره شوه.

په ورته وخت کې، ایراني رسنیو اعلان کړی چې دویم پړاو بریدونه هم پیل شوي دي او لا هم توغندي د اسرائیلو پر نظامي اهدافو ویشتل کېږي. د ایران وسله‌وال ځواکونه وایي، تر هغه به بریدونه بند نه شي، څو چې صهیونیستي رژیم د په ایران د خپل یرغل بیه نه وي پرې کړي.

د اسراییلو دننه سرچینې تاییدوي، چې زیاتې سیمې له برېښنا بې‌برخې شوې، خلک په پټنځایونو کې دي، او روغتونونه له ګڼو ټپیانو ډک دي.

کارپوهان وایي، دا د ایران له خوا یو تاریخي او بې‌ساری غبرګون دی، چې ښيي د ایران اسلامي جمهوریت به نور د یرغلونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button