اسرائیلي رسنۍ: ګڼې سیمې له برېښنا او انټرنټي خدمتونو بې‌برخې شوې او روغتونونه له ټپیانو ډک دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو دننه رسنیو او امنیتي سرچینو تایید کړې چې د ایران د سختو ځوابي بریدونو له امله، د صهیونیستي رژیم ګڼ ښارونه له جدي زیان سره مخ شوي دي.

راپورونه وایي، د توغندیو د دوامدارو بریدونو له امله د اسراییلو په زیاتو ښارونو کې برېښنا پرې شوې او انټرنټي خدمتونه هم له فعالیته لوېدلي دي. د امنیتي اندېښنو له امله، زرګونه اوسېدونکي پټنځایونو ته تللي او د ښارونو فضا له ویرې ډکه ده.

همداراز، د روغتیايي چارواکو په وینا، د تل‌ابیب، حیفا او عسقلان په روغتونونو کې د ټپیانو شمېره خورا لوړ شوی، او روغتیايي مرکزونه له شدید فشار سره مخ دي.

د سیمه‌ییزو کارپوهانو په باور، دا وضعیت ښيي چې د ایران بریدونه نه یوازې سم هدف ته رسېدلي، بلکې د اسراییلو مهم خدماتي او امنیتي سیستمونه یې هم فلج کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button