ایراني پوځ: د بریدونو دریم پړاو پیل شوی؛ د اسرائیلو دفاعي سیستم د توغندیو شنډولو کې پاتې راغلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران پوځ اعلان کړی، چې د اسراییلي رژیم پر ضد د ځوابي بریدونو دریم پړاو رسماً پیل شوی دی.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي، دغه پړاو له دقیقو او پرمختللو توغندیو او ډرون بریدونو سره پیل شوی، چې هدف یې د صهیونیستي رژیم حساس نظامي او استخباراتي مرکزونه دي.

ایراني مقامات ټینګار کوي چې بریدونه به تر هغې دوام ومومي، څو چې اسراییلي رژیم د خپلو تېري بیه نه وي پرې کړي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د دریم پړاو بریدونه له تېرو بریدونو هم شدید دي او د اسراییلو دفاعي سیستمونه د سخت فشار لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button