الجزیره: په تل‌ابیب کې د ایراني توغندیو د لګېدو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د ایران له لوري پر اسراییلو د ترسره شویو بریدونو په ترڅ کې په تل‌ابیب ښار کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

راپور زیاتوي چې ګڼ توغندي د ښار پر مهمو برخو لګېدلي، چې له امله یې ودانۍ نړېدلې، اورونه لګیدلي او ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځینې سرچینې وایي چې د بریدونو تمرکز د اسراییلو پر امنیتي او پوځي مرکزونو ده.

امنیتي ادارو په تل‌ابیب کې بیړنی حالت اعلان کړی، روغتونونه له ټپیانو ډک شوي، او خلک لا هم په پټنځایونو کې د لا نورو بریدونو وېره لري.

الجزیره زیاتوي چې دا د ایران له خوا یو بې‌ساری برید ده، چې ښيي دغه هېواد نه یوازې پوځي وړتیا لري، بلکې د صهیونیستي رژیم ستر مرکزونه هم په نښه کولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button