فائز الدویري: د ایران بریدونه بریالي و او خپل اهداف یې تر لاسه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د عربي پوځي چارو شنونکی “جنرال فائز الدویري” وايي چې د ایران له لوري پر اسرائيلو ترسره شوي بریدونه “بریالي” و، او تهران توانېدلی چې خپلې ټاکل شوې ستراتېژیکې موخې ترلاسه کړي.

الدویري د الجزیرې سره په خبرو کې وویل، ایران نه یوازې دا وښوده چې د اوږده واټن د برید ظرفیت لري، بلکې دا یې هم ثابته کړه چې د اسرائيلو دفاعي سيستمونه د ټولو بریدونو مخه نشي نیولی.

نوموړي زیاته کړه چې دا بریدونه د ایران د “عقلي او حساب‌شوي غچ” برخه ده، چې غواړي د deterrence توازن وساتي او له دې لارې خپل نفوذ په سیمه کې ثابت کړي.

ایران تر دې وړاندې ویلي وو چې د اسرائيلي یرغل په غبرګون کې به پرېکنده او سخته ضربه ورکړي داسې ښکاري چې دا ګام یې د هماغې تګلارې برخه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button