ادعا؛د اسرائيلي بحري ځواک قوماندان وژل شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د “کلاش” په نامه د ایکس (پخوانی ټویټر) یوه اکاونت راپور ورکړی چې د ایران په وروستي برید کې د اسرائيلو د بحري ځواکونو یو لوړپوړی قوماندان وژل شوی دی.

تر اوسه پورې د اسرائيلي رژيم له لوري د دې خبر رسمي تأیید نه‌دی شوی، او دا راپورونه لا هم غیر رسمي بلل کېږي.

د ایران بریدونه چې تېر ماښام پیل شوي لا هم دوام لري، د صهیونيستي رژيم ګڼ پوځي او ستراتېژیک اهداف یې په نښه کړي خو د تلفاتو دقیق شمېر او هویتونه تر دې دمه نه‌دي افشا شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button