د ایران وسله وال ځواکونه: تېر یو ساعت کې مو د صهیونیستي ريژیم ۱۰ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران وسله والو ځواکونو اعلان کړی، چې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې یې لس (۱۰) اسرائيلي ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.

د ایراني پوځ خبر پاڼه کې راغلي: دا بې‌پیلوټه الوتکې د جاسوسۍ او احتمالي بریدونو په هدف را استول شوې وې، خو د ایران دفاعي سیستمونو یې د فعالیت مخه ونیوله.

تر دې دمه د بریدونو د دقیقو سیمو، د ډرونونو د ډول، او نورو جزئیاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو چارواکي وایي چې امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

مربوطه مطالب

Back to top button