په اسرائیلو د ایران توغندیز بریدونه پیل شول؛ ۱۰۰ توغندي د صهیونیستي رژیم پر لور توغول شوي

کابل ټکی کام ( یکشنبه ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)

ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې ایران له خپلې خاورې څخه د صهیونیستي رژیم پر لور یوه درنه توغندیزه حمله پیل کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ بالستیک توغندي د تل أبیب پر لور توغول شوې دي.

د برید هدف د اسرائیلو مهم نظامي او استخباراتي تاسیسات ښودل شوي، خو تر اوسه د دقیقو زیانونو او تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. راپورونه وایي چې دا برید د ایران د غچ عملیاتو یوه مهمه برخه ده.

د ویلو ده، د اسرائیلو هوايي دفاعي سیستمونه لا وړاندې فعال شوي، او د هېواد په مختلفو برخو کې د خطر زنګونه غږېږي

مربوطه مطالب

Back to top button