کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴):
اسرائيلي رسنۍ راپور ورکوي چې د ایران د توغندیزو بریدونو په پایله کې د حیفا ښار په صنعتي او نظامي تاسیساتو کې درنې چاودنې او پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، څو ځایه ودانۍ او تأسیسات سخت زیانمن شوي، او د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې اور کنټرول کړي. ځینې سرچینې وایي چې اورلګیدنه د توغندیو د دقیقو لګېدو نتیجه ده.
تر اوسه د اسرائیلي چارواکو له خوا د تلفاتو او زیانونو دقیق جزئیات نه دي خپاره شوي.


















