کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د غزې، لویدیزې غاړې او د فلسطین له بېلابېلو برخو راپورونه وایي، چې د ایران له لوري پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو د پيلېدو سره، فلسطیني ولس د خوښۍ احساس کړی دی.
خلک لارو کوڅو ته راوتلي، تکبیرونه وایي، بیرغونه یې پورته کړې، او دا بریدونه د اسرائیلي اشغال پر ضد د انتقام یوه نښه بولي. ځوانان وایي چې دا د هغو شهیدانو غچ دی چې په غزه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یوه ځوان فلسطیني وايي: “موږ کلونه کلونه ووژل شو؛ خو دا لومړی ځل دی چې احساس کوو څوک زموږ د درد غچ اخلي.


















