کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د تازه راپورونو له مخې، د اسرائیلو په شمال کې موقعیت لرونکی ستر تجارتي بندر حیفا د سختو بریدونو په ترڅ کې بشپړ ویجاړ شوی دی.
سرچینې وايي چې دا بریدونه د ایران له لوري د بالستیک یا هایپرسونیک توغندیو په وسیله ترسره شوي، چې له امله یې د بندر مهمې زېربناوې، ګدامونه، رادار سیستمونه، او د امونیم نایټرېټ موادو زېرمې له منځه تللي دي.
د بندر بشپړ ویجاړۍ نه یوازې د اسرائیلو اقتصادي سکتور ته سخت زیان اړولی، بلکې د صادراتو او وارداتو بهیر یې هم فلج کړی دی.
عیني شاهدان وايي چې د بندر پر ساحه پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې او اور وژونکي ډلې یې د اور د کنټرول هڅې کوي.


















