کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴)
ایراني رسنیو او سیمهییزو سرچینو راپور ورکړی چې د ایران له لوري د اسرائیلو پر ضد ترسره شوي تازه توغندیز بریدونو کې، د تلابیب بن غوریون نړیوال هوايي ډګر هم په نښه شوی دی.
ویل کېږي چې دغه برید د بالستیک یا کروز توغندي په وسیله ترسره شوی، چې له امله یې د هوايي ډګر دننه د الوتکو ځینې ترمینلونه او تأسیسات زیانمن شوي دي.
د برید له امله د مسافرینو په پروازونو کې هم ګډوډي رامنځته شوې، او راپورونه وایي چې پروازونه ځنډول شوي یا بل ځای ته اړول شوي دي.
تر اوسه د تلفاتو یا د زیانونو دقیق جزئیات نهدي خپاره شوي، خو امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي، او د هوايي ډګر امنیتي وضعیت سخت شوی دی.
د ویلو ده، چې دا په تېرو ۷۲ ساعتونو کې لومړی ځل دی، چې د بن غورین نړیوال هوایي ډګر د ایران لخوا په نښه کېږي.


















