کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ايران د وروستیو توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د نيول شوي فلسطيني سيمې نقب په سیمه کې اسرائيلي پوځي تاسیسې په نښه شوي چې د ځايي سرچينو په وينا، څو مهم اسرائيلي امنيتي چارواکي وژل شوي دي.
په عین حال کې، اسرائيلي رسنيو راپور ورکړی، چې د حيفا د تيلو د تصفيې فابريکه (مصفاة) هم د ايراني توغنديو هدف ګرځېدلې ده
سرچينې زياته کړې د تيلو ياده د تصفيې کارخونه هره ورځ لس ميليونه ټنه خام نفت تصفیه کوي، چې د اسرایيلو د انرژۍ لپاره حیاتي ارزښت لري خو د ايراني توغنديو په بريد کې ويجاړه شوې ده.
عیني شاهدانو او فلسطیني سرچینو خبر ورکړی چې څو توغنديو د نقب په دښته کې د “نواتیم” هوايي اډه ویشتلې ده.
عبري رسنۍ له دې منع شوې دي چې د یادې هوايي اډې د هدف ګرځولو جزيیات خپاره کړي.


















