کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، په “بيتاح تکفا” ښار کې هغه ځانګړی خوندي پناهځای (مماد) چې د اټومي جګړو د خطرونو پر وړاندې جوړ شوی و، د ايران د مستقیم توغندیز برید له امله ويجاړ شوی دی.
خبري سرچينې وايي، په دغه پېښه کې څلور لوړپوړي اسرائيلي امنيتي چارواکي وژل شوي دي.
سرچينې زیاتوي چې د ايران د توغنديو د شديدو بریدونو له امله نورې نورې خوندي او قوي خونې هم د خلکو پر سرونو ويجاړې شوي، چې له کبله یې پراخ زيان او تلفات اړولي دي.
په عبري رسنیو او ټولنیزو شبکو کې له دغو پيښو وروسته د عامو خلکو او شنونکو ترمنځ سخت انتقادونه او غوسه څرګنده شوې وايي، چې د ګاونډیو هېوادونو د نه همکارۍ او د اسرائيلو دفاعي سیستم له ناکامۍ سره مخ دی.


















