کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د امريکا نوموتي محافظپاله سياسي شناند توکر کارلسن خبرداری ورکړی، که چيرې ډونالډ ټرمپ امريکا د ايران پر ضد جګړه کې ښکېله کړي، دا به د امريکا د امپراتورۍ د زوال او د ټرمپ د سياسي ژوند د پای لامل شي.
نوموړي دا ډول جګړه “خطرناکه تېروتنه” بللې ده.
هممهاله، ډونالډ ټرمپ ويلي چې دی چمتو دی د ايران او اسرائيلو ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره منځني ختيځ ته سفر وکړي.
نوموړی وايي، د خبرو اترو له لارې د تاوتريخوالي مخنيوی ممکن دی او بايد جګړې مخه ونیول شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په رسنيو کې د امريکا او اسرائيلو د ګډو عملياتو په تړاو بېلابېلې څرګندونې کېږي. خو د امريکايي چارواکو له قوله، واشنګټن له هر ډول تعرضي اقدام څخه ځان لرې ساتي او نه غواړي چې د ايران په جګړه کې په مستقيم ډول ګډون وکړي.


















