کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت له آفچین شرکت سره د آمو دريا د نفتي حوزې ۲۵ کلن تړون فسخه کړ. د کانونو او پطرولیم وزارت وياند همايون افغان وايي، دغه پرېکړه د شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پرلهپسې سرغړونو له امله شوې، چې له امله يې د تړون دوام غیرقانوني وبلل شو.
ښاغلي افغان زياته کړې، د تړون د نقض مواردو د څېړلو لپاره له اړوندو وزارتونو او ادارو ګډې کمېټې جوړې شوې وې، چې د څېړنو په پایله کې ثابته شوه چې آفچین شرکت په تکراري ډول له تړون څخه سرغړونه کړې او خپلې ژمنې يې نه دي پوره کړې چې پر اساس يې، د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د وړاندیز او د ریاست الوزراء د حکم له مخې، تړون فسخه شو.
وزارت وايي، د تړون د ارزونې او مالي تصفیې لپاره به نړیوال مشورتي شرکتونه راوبولي.

















