پر اسرائیلو د ایران ځپونکي بریدونه؛ نیفاتیم پوځي هوايي اډه په نښه، د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

په صهیونیستي ريژیم د ایراني پوځ د ځپونکو بریدونو لړۍ روانه ده او د تازه راپورونو له مخې شیبه وړاندې د اسراییلي پوځ یوه مهمه پوځي هوايي اډه “نیفاتیم” د ایراني بالستیک توغندیو هدف وګرځېده.
د راپورونو له مخې تر برید وروسته یادې پوځي اډه کې درنې چاودنې رامنځته شوي او تورې لوخړې ترې پورته کېږي.

برید په داسې حال کې شوی چې سیمه لا هم د پخوانیو بریدونو له اغېزو نه ده خلاصه شوې.

تر اوسه د اسراییلي پوځ له خوا د تلفاتو یا زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ځايي رسنیو د برید شدت تایید کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button