د حماس له خوا په نمر ټرانسپورټر چاودنه کې یو اسراییلي سرتیری وژل شوی، ۹ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي، د غزې په تړانګه کې د حماس جنګیالیو په یوه نمر زغرهدار ټرانسپورټر کې چاودېدونکی بم ځای پر ځای او چاودنه ورکړې چې له امله یې یو اسراییلي سرتیری وژل شوی او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلي پوځ یوې رسمي سرچینې په دې اړه ویلي چې چاودنه د سرتیرو د انتقال په دې پرمختللي وسایطو کې شوې ده، کوم چې د مرکاوا ټانک په اساس جوړ شوی او د جګړې په ډګر کې د سرتیرو خوندي ساتلو لپاره کارول کېږي.
په ياد ټرانسپورټر وسيلې چاودنه او هغه تخریبولو دا په ډاګه کوی چې پرمختللي دفاعي وسایل هم د بېلابېلو چریکي وسلو او بمونو له بریدونو څخه خوندي نه دي.
نمر (Namer) ټرانسپورټر یو دروند زغرهدار وسایط دی چې د اسراییلي پوځ لخوا د سرتیرو خوندي انتقال لپاره جوړ شوی دی.



