ایراني توغندیو تلابیب کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او ګڼې ودانۍ نړېدلي دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونيستي رژيم د خپرونو رسمي ادارې راپور ورکړی، چې یو ایراني بالستیک توغندیو پلازمېنه تلابیب کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او ګڼې ودانۍ نړېدلي دي.
راپور زیاتوي چې د برید له امله ودانیو ته درانه مالي زیانونه اوښتې، او د تلفاتو په اړه لا هم دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د برید له امله په سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.



