ایراني توغندی د موساد ودانۍ په نښه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۷ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د ایراني او نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران توغندیو د اسراییلو په “هرتزلیا” ښار کې د دغه رژيم د استخباراتي ادارې “موساد” مرکزي ودانۍ په کره توګه هدف ګرځولې ده.
راپورونه وایي، چې برید د بالستیک توغندیو له لارې ترسره شوی او هدف یې مشخص ډول د موساد استخباراتي مرکز و.
تر اوسه د ودانۍ د بشپړ تخریب یا احتمالي تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د ایران د تسنیم خبري آژانس له خوا خپره شوې یوه ویډیو ښيي، چې له دغې ودانۍ څخه تور لوګي پورته کېږي.



