پر اسرائیلو د ایران د بریدونو دوام؛ تل‌ابیب کې مهم پوځي اهداف په نښه شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو شیبه وړاندې یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم پر ضد د بالستیک توغندیو بریدونه کړي، چې پکې د تل‌ابیب ښار مهم پوځي اهداف په نښه شوي دي.
ایراني سرچینو ویلي، دغه بریدونه د انتقامي عملیاتو دوام دی، او دا ځل د اسرائیلي پوځ د قوماندې مرکزونه، پوځي ذخیرې، او استخباراتي مرکزونه د هدف لاندې نیول شوي دي. د بریدونو له امله د ښار په بېلابېلو برخو کې چاودنې اورېدلې شوې، او ګڼ شمېر ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
ځايي رسنۍ راپور ورکړی، چې د بریدونو له امله په تل‌ابیب کې بېړنی حالت اعلان شوی او د اسرائیلي پوځ جنګي الوتکې او دفاعي سیستمونه فعال شوي دي.
د ایران دفاع وزارت وایي، دا عملیات د “قانوني دفاع” په چوکاټ کې ترسره کېږي، تر څو د صهیونیستي رژیم تېري ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې ټولنې د وضعیت له لا خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button