ایران یو ځل بیا پر اسرائیلو ځپونکي بریدونه پیل کړل؛ تل‌ابیب کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم پر ضد توغندیز بریدونه ترسره کړي دي. د راپورونو له مخې، دا توغندي د اسرائیلو مرکز تل‌ابیب په نښه کړي دي، چې له امله یې د ښار په مختلفو برخو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

عیني شاهدان وایي، د بریدونو له امله د ښار اوسېدونکي له وېرې خوندي ځایونو ته تښتیدلي دي.

ایراني سرچینې وایي، بریدونه په دقیقو نظامي اهدافو شوي دي، خو تر اوسه د تلفاتو او مالي زیان په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ایران د دفاع وزارت چارواکو ویلي، دغه عملیات د صهیونیستي رژیم د تېرو تهاجمي اقداماتو پر ضد “د مشروع دفاع یوه برخه” ده.

مربوطه مطالب

Back to top button