پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ تلابیب، حیفا او اشدود کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو پر اشغالګر صهیونیستي ريژیم د بریدونو لسمه څپه پيل کړې ده، چې پکې په لسګونو بالستیک او کروز توغندي د اسرائیلو پر مختلفو اهدافو توغول شوي دي.
ایراني نظامي سرچینې وايي، دا بریدونه د صهیونیستي رژیم د پوځي مرکزونو، استخباراتي تأسیساتو، هوایي ډګرونو او مهمو زېربناوو پر ضد ترسره شوي، او لا هم عملیات روان دي.
د راپورونو له مخې، بریدونه چې شپې وړاندې پبل شوي پلازمېنه تلابیب، حیفا، اشدود، او دیمونا ښارونه پکې سخت زیانمن شوي دي. د ویلو ده، چې د صهیونیستي رژیم چارواکو په انټرنیټي خدماتو بشپړ بندیز لګولی، تر څو د بریدونو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو، انځورونه او ویدیوګانې رسنیزې نه شي او د نړیوالو له سترګو پټې پاتې شي.



