سپاه پاسداران: فتاح توغندیو د اسراییلي دفاعي سیستمونه له منځه وړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي، چې د “الوعد الصادق ۳” عملیاتو یوولسم پړاو تېره شپه د “فتاح” نومې بالستیکي توغندیو په مټ ترسره شو، چې پکې د اسراییلو د هوايي دفاع افسانوي سیستمونه تر برید لاندې راغلل.

سپاه دا برید “د اسراییلي دفاعي سیسټم پای” بللی او وايي چې اسراییلي مشران يې له سختې وارخطايي سره مخ کړي دي.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د فتاح توغندي نه یوازې د دښمن دفاعي سیسټمونه له منځه وړي، بلکې د اسراییلي مېشتو پناه‌ځایونه یې هم تخريب کړي دي.

سپاه ادعا کړې، چې ایران اوس د اشغال شوې خاورې پر فضایي قلمرو بشپړه ولکه لري، او هلته مېشت اوسېدونکي نور د ایران له بریدونو خوندي نه‌ دي او اسراییلي ټولنه د سختې بې‌باورۍ او وارخطایۍ له وضعیت سره مخ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button