د ایراني پوځ ویاند: بریدونه یې بریالي و، د اشغالي فلسطین پر فضایي حریم بشپړ کنټرول لرو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د سپاه پاسداران د «وعده صادق ۳» عملیاتو ویاند، سرهنګ تاجیک، ویلي چې د تېرې شپې او نن سهار د بریالیو توغندیزو بریدونو له لارې ایران نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې د صهیونیستي رژیم او اشغالي سیمو فضایي حریم یې تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راوستی دی.
سرهنګ تاجیک زیاته کړه، چې دا عملیات نه یوازې دقیق او مؤثر و، بلکې دا یې هم وښوده چې صهیونیستي رژیم د ایران د دفاعي ځواک او هوایي برترۍ پر وړاندې هېڅ توان نه لري.
نوموړي دا څرګندونې د تېرې شپې او نن سهار تر پراخو او همغږو بریدونو وروسته وکړې، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو له خوا د صهیونیستي رژیم پر مهمو اهدافو ترسره شول.
د تاجیک په وینا، «وعده صادق ۳» یوازې د غزې د مظلومو خلکو د غچ یوه مرحله ده، او تر هغه چې صهیونیستي رژیم له خپلو جنایاتو لاس وانخلي، دا ډول عملیات به دوام ولري.



