اسرائيلي رسنۍ: د ایران په بریدونو کې ۲۴ اسرائیليان وژل شوي او تر ۱۳۰۰ ډېر ټپیان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران له لوري د توغندیو د وروستي پراخ برید له امله د اسرائیل اشغالي سیمو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
اسرائيلي رسنۍ وایي، ایران د جګړې له پيله تر اوسه له ۴۴۰ څخه زیات توغندي پر بېلابېلو اسرائیلي اهدافو توغولي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیلو د روغتیا وزارت هم تر څو ساعته چوپتیا وروسته ومنله چې یوازې تېره شپه ۹۴ تنه ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. تر دې وړاندې یاد وزارت د پېښو د شتون خبر رد کړی و.
خو ايراني چارواکي او پوځي شنونکي وايي، چې اسراییلي لوري ته تر هغې څو چنده زيات تلفات اوښتي چې هغوی يې اعلانوي زياتوي چې اسراییلي اشغالګر خپل نظامي ځاني او مالي تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button