یدیعوت آحرونوت:ایراني توغنديو اتومي انسټیټیوټ ته درانه او جبران‌ناپذیر زیانونه اړولي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

اسرائیلي ورځپاڼه “یدیعوت آحرونوت” راپور ورکړی، چې ایراني توغندیو د اسرائیلو په رحوفوت ښار کې یې اتومي انسټیټیوټ ته درانه او جبران‌ناپذیر زیانونه یې اړولي دي.

د راپور له مخې، په دغه برید کې هغه څېړنې سختې زیانمنې شوې، چې نږدې وې ازموینو ته داخلې شي. همداراز، داسې قېمتي بېلګې له منځه تللي، چې له بېلابېلو هېوادونو راټولې شوې وې، او ځینې خورا دقیقې وسيلو چې په ځانګړي ډول چمتو شوې وې له کاره لوېدلې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې ځینې زیانونه به هېڅکله جبران نه‌شي، او که څه هم یو شمېر یې ترمیمېدلی شي، خو له لاسه تللی وخت او د څېړنو ځنډ د ساینس برخو ته ډېر سخت زیان رسولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button