شهید حسن نصرالله صهیونیستانو ته: “لږ وخاندئ، چې ډېر به وژاړئ!”

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

دا مشهوره وینا د لبنان د اسلامي مقاومت د غورځنګ حزب الله د پخواني مشر “شهید حسن نصرالله” له هغو قوي او ژور پیغامونو څخه ده، چې صهیونیستي رژیم ته ورکړی و.

نوموړي دغه خبره هغه مهال کړې وه، چې صهیونیستي ريژیم د مقاومت په وړاندې لنډمهاله خوښي وښوده. ده خبرداری ورکړ، چې دا خوښي به دوام ونه کړي، او ډېر ژر به د دوی پر مخ ژړا، ماتم او درد خپور شي.

دا جمله د ایمان، باور، او هغه یقین نښه وه، چې نصرالله درلود: د مقاومت حقانیت به بریا راوړي، او صهیونیستي اشغال به له شرمناک پای سره مخ کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button