شهید محمد مرسي: “اسرائیل یو مصنوعي هېواد دی ژر به د نړۍ له نقشې ورک شي”

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

دا وینا د مصر د لومړي منتخب اسلامپال ولسمشر “شهید محمد مرسي” ده، چې د خپل واکمنۍ په موده کې یې له صهیونیستي رژیم سره هېڅ ډول سازش ته غاړه نه ده ایښې.

شهید مرسي باور درلود چې اسرائیل یو غاصب، غیرقانوني او مصنوعي جوړښت دی، چې د اسلامي امت د تفرقې او کمزورۍ له لارې رامنځته شوی، خو د ولسونو بیداري، مقاومت، او د حق لارې ته وفاداري به دا نیواکګر رژیم له نړیوالې نقشه ورک کړي.

ده دا هم ویلي و، چې فلسطین د فلسطینیانو حق دی، او بیت‌المقدس به تل د امت زړه پاتې وي. د مرسي دا دریځ هغه ته د امت د شهید لقب ورکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button