حماس عربي نړۍ ته: د ایران ملاتړ وکړئ څو د صهیونیستانو له شره وژغورل شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” د عربي هېوادونو له مشرانو او ملتونو غوښتي، چې د اسلامي ایران ملاتړ وکړي، څو د صهیونیستي رژیم له یرغل، وحشت او شره د تل لپاره وژغورل شئ.

د حماس یوه لوړپوړي غړي “عزت الرشق” په یوه تازه پیغام کې ویلي، چې د ایران ملاتړ یوازې د فلسطین په ګټه نه دی، بلکې دا د ټولې عربي او اسلامي نړۍ لپاره د آزادۍ او وقار تضمین دی.
هغه زیاته کړې: “صهیونیستان یوازې د فلسطین نه، بلکې مسجدالاقصی، مدینې، کعبې او د اسلامي امت د ټول عزت دښمنان دي، نو اړتیا ده چې ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول عرب مشران د ایران تر څنګ ودرېږي.”

حماس ټینګار کړی، چې د ایران مرسته او ملاتړ د مقاومت غږ پیاوړی کړی، او دا هېواد یوازینی اسلامي دولت دی، چې بې له قید او شرطه د فلسطیني ملت ترڅنګ ولاړ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button