پر اسرائیلو د ایران توغندیز بریدونه؛ حیفا ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، د ایران له لوري د توغندیو بریدونو په ترڅ کې د اشغالي فلسطین حیفا ښار او د کرمل سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. دغه بریدونه چې د مقاومت په ملاتړ او د صهیونیستي رژیم پر ضد ترسره شوي، د سیمې خلک یې له سختې ویرې او ګډوډۍ سره مخ کړي دي.
عیني شاهدان وایي، چې چاودنې دومره زورورې وې چې د ښار لرې پرتو سیمو ته هم غږونه رسېدلي دي. تر اوسه د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو ځايي رسنۍ د تاوانونو احتمال نه دردوي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، دا بریدونه د صهیونیستي یرغل په ځواب کې پلان شوي وو او نور بریدونه هم امکان لري که چیرې یرغل دوام ومومي.



