له حیفا وروسته تل ابیب هم د ایراني توغندیو هدف وګرځېد

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایراني ځواکونو له لوري د اشغالګرو صهیونیستانو پر ضد د پیل شویو بریدونو لړۍ دوام لري. تازه راپورونه وایي، چې د حیفا له نښه کولو وروسته، د تل ابیب ښار هم د ایراني بالستیک توغندیو تر بریدونو لاندې راغلی دی.

عیني شاهدان وایي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د درندو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې دا بریدونه یې په ایران د صهیونیستي ترهکر ريژیم د بریدونو، د فلسطینیانو د عام وژنې، او د مسجد الاقصی د سپکاوي په غبرګون کې ترسره کېږي.

صهیونیستي سرچینې د بریدونو تلفات او زیانونه پټ ساتي؛ خو اسرائیلي رسنۍ وایي، چې تل ابیب کې بېړنی حالت اعلان شوی او خلک پټنځایونو ته په تېښته دي.

مربوطه مطالب

Back to top button