انصارالله: اسرائیلي ترهګر ريژیم پر وړاندې مقاومت محور پیاوړی شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله غورځنګ (حوثي) د سیاسي شورا غړي، محمد البخیتي، ویلي چې د “اسرائیلو په نامه ستونزه” یوازې د هغه په ویجاړولو او له منځه وړلو سره حل کېدلی شي، او دا چې د فلسطین، یمن، او ایران د ملتونو اراده به هېڅکله هم د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا ماته نه کړای شي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په سیمه کې د مقاومت د محور له لوري د یو احتمالي ستر غبرګون احتمال ورځ تر بلې زیاتېږي. محمد البخیتي وویل:
> “موږ د مقاومت له محور سره د امریکایي یرغل په ځواب کې همغږي لرو، او د ایران د پرېکړې ته په تمه یو چې زموږ د غبرګون د پیل وخت وټاکي.”
د بخیتي له قوله، یمن د مقاومت د محور یو فعال غړی دی، او د فلسطین د قضیې ملاتړ یې “دیني، اخلاقي او ملي مسؤولیت” وباله.
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا او اسرائیلو له خوا روان یرغل به د ملتونو اراده ماته نه کړي، بلکې د هغوی یووالی به لا پیاوړی شي.
یاده دې وي چې یمني مشران له تېرې اوږدې مودې راهیسې د فلسطین د مبارزې کلک ملاتړ اعلانوي او د هر هغه اقدام ژمنه یې کړې، چې د مقاومت د عمومي محور له لوري ترسره کېږي.



