۲۶ تنه افغان بنديان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه ۲۶ تنه افغان بنديان، چې د پاکستان په بېلابېلو بند خونو کې بندیان وو، له زندانه آزاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین‌بولدک د مهاجرینو د لېږد امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د اقامتي اسنادو د نه‌لرلو له امله نیول شوي وو او له یوې ورځې تر اووه ورځو پورې یې په بند کې تېرې کړې وې.
سرچینه زیاتوي، له آزادېدو وروسته د دغو کسانو نوم‌لیکنه وشوه او لومړنۍ بشري مرستې ورسره شریکې شوې، چې ورپسې خپلو اصلي مېنو ته واستول شول.

مربوطه مطالب

Back to top button