ایران اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور د انټرنشنال یو خبریال اعدام کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دې هېواد د عدلیې او قضایي ارګانونو د حکم پر اساس، یو ایرانی وګړی محمدامین مهدوي شایسته، د صهیونیستي رژیم لپاره د جاسوسۍ په تور نن سهار په دار ځړول شوی دی.

تسنیم وايي، نوموړی د اسرائیلو د استخباراتو موساد سره د همکارۍ ترڅنګ، د دغه ادارې اړوند د یو سایبري ټیم مشر و، او وخت ناوخت یې د ایران د پوځ او حکومت پر ضد استخباراتي فعالیتونه ترسره کول.

سرچینه زیاتوي، مهدوي شایسته د ایران انټرنشنال تلویزیون او یو شمېر نورو استخباراتي شبکو سره هم پټه همکاري لرله. هغه په ځانګړې توګه د ویب‌سایټونو او رسنیو له لارې د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پرسونل پر ضد تبلیغاتي فعالیتونه درلودل، چې د موساد له خوا ورته لارښوونه کېده.

د ایران عدلیې د نوموړي محاکمه بشپړه کړې وه، او د هېواد د ملي امنیت پر ضد د درنو جرمونو له امله ورته د اعدام سزا اورول شوې وه، چې نن سهار عملي شوه.

تسنیم خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، دا اعدام د هغو لړیو یوه برخه ده چې د اسرائیلو وروستیو بریدونو ته د غبرګون په توګه ترسره کیږي. راپورونه وایي چې په دې وروستیو کې څو نور کسان هم د صهیونیستي رژیم لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي او اعدام شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button