کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي هاکان فيدان سره په استانبول کې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او ترکيې ترمنځ پر دوو اړخيزو اړيکو، سيمهييزو مسايلو او د همکاريو پر پراخېدو خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ليدنې پر مهال مولوي متقي وویل، ترکيه د اسلامي امارت په بهرنۍ تګلاره کې ځانګړی ځای لري، او بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ لا زیاتې شي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي هاکان فيدان هم ويلي چې هېواد يې له افغانستان سره اړيکو ته ځانګړې پاملرنه لري، او د ګڼو برخو په شمول د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د لا پراخېدو غوښتنه يې وکړه.
















