کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کورنيو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
راپور زياتوي په نیول شوو کسانو کې ۸ تنه د طبیعي ځنګلونو د وهلو په تور په ننګرهار، ۶ تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تور په کندوز، او ۲ تنه د قتل په تړاو په غزني او بلخ ولایتونو کې نیول شوي دي.
يادې سرچينې ويلي، چې نيول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.


















