صهیونیستي رسنۍ: د ایران روان بریدونه د اسرائیلو تاریخ کې بې‌ساري دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د صهیونیستي رژیم رسنیو د ایران له لوري پر اشغال شوې فلسطیني خاوره د روانو توغندیزو بریدونو نوې صحنې خپرې کړې، چې د هغوی په وینا، «بې‌ساري او نه هېرېدونکې» دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې درنې چاودنې او پراخه اور لګیدنه رامنځته شوې ده. د چاودنو شدت دومره لوړ ښودل شوی چې د تل‌ابیب او عسقلان په ګډون یو شمېر ښارونو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

اسرائیلي خبري منابعو یاد بریدونه د اسرائیلو په تاریخ کې بې ساري او خطرناک بللي او اعتراف یې کړی چې د ایراني توغندیو له ډلې ګڼ یې اهدافو ته رسیدلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د اسراییلي پوځ د قوماندې مرکزونه، د استخباراتو دفترونه، او پوځي تاسیسات د دغو بریدونو اصلي اهداف دي؛ خو د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه لا هم بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button