کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دولس میاشتو کې د کابل ښار محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې نږدې ۴۶۲۶۶ وړیا جراحي عملیات ترسره شوي دي.
په دغو عملیاتو کې ۱۱۴۳۷ ستر او ۳۴۸۲۹ کوچني جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو له خوا په بریالي ډول ترسره شوي دي.
همداراز، یاد روغتون په تېر یوه کال کې ۱۹۴۰۰۷ ناروغانو ته سراپا (OPD) او ۱۵۰۵۱ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دا خدمات د اسلامي امارت د ژمنې او د هېواد د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په لور مهم ګامونه ګڼل کېږي.


















