کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مې ناستې ته په وینا کې وویل، چې د اسلامي هېوادونو ګډ اقتصادي مشارکت د افغانستان د پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري او نړیوال بندیزونه باید د خلکو پر اقتصادي وضعیت اغېز و نه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان ته د بهرنۍ مرستې پر ځای باید د پانګونې، اقتصاد، ټرانزیټ، انرژۍ، لوجستیکو او اسیا ته د وصل لارې په برخو کې فرصتونه برابر شي او اسلامي هېوادونه دې له سیاسي او اقتصادي نظره له افغانستان سره همکاریو ته دوام ورکړي.
د فلسطین له قضيې د ملاتړ په اړه متقي وویل، چې د اسراییلي رژیم ظلمونه، د غزې خلکو وژنه، د انساني حقونو نقض، او د ملکي تاسیساتو ویجاړول باید د نړیوالو لهخوا وغندل شي. هغه وویل، اسلامي هېوادونه دې د اسراییل د اشغال پر ضد یو غږ شي او د فلسطین د آزادۍ لپاره دې جدي او عملي ګامونه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ټولې سیمې له ثبات سره ژمن دی او له امریکا، ایران، روسیې، چین او نورو هېوادونو سره په مثبتو اړیکو باور لري. هغه وویل، اسلامي امارت د خپلو ستونزو حل د شخړو پر ځای له سیاسي لارو لټوي او د مشروع اسلامي نظام په توګه باید د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې ځای ورکړل شي.
همداراز متقي پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو د رسمي استازولۍ په توګه د اسلامي امارت غړیتوب ومني، ځکه دا نظام د ملت له زړونو را ولاړ شوی دی.


















