بېړنی خبر: ایران په قطر کې د امریکا پر پوځي هډې توغندیز بریدونه وکړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې ایران د قطر په خاورې کې د امریکا پر یوې پوځي هډې توغندیز بریدونه کړي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د بریدونو په لومړي پړاو کې لږ تر لږه شپږ توغندي د یادې هډې پر هدف لګېدلي دي.

بلخوا ځینې ناتائيد شوي راپورونه څرګندوي، چې په عراق کې هم پر امریکایي پوځي هډو بریدونه پیل شوي دي، خو تر اوسه د دغه خبر رسمي پخلی نه دی شوی.

قطري رسنيو ليکلي، چې په دغه هېواد کې د امريکا دافع هوا سیستم د ايران ورتوغول شوي شپږ ميزايل په هوا کې شنډ کړي دي.

د بریدونو د دقیقو تلفاتو او جزئياتو په اړه تر دې دمه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button