سرچینې: ایران په عراق، سوریه او بحرین کې هم د امریکایي اډو پر ضد بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د تازه معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو د امریکایي اشغالګرو ځواکونو پر پوځي اډو په یو وخت توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ:
د عراق د پلازمینې بغداد اړوند عین‌الاسد، او الحریر کې پر امریکایي اډو توغندیز او ډرون بریدونه شوي دي.
سوریه کې د التنف، دیرالزور او الحسکه په سیمه کې امریکایي مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.
بحرین کې د امریکا سمندري اډه (الأسطول الخامس) د ایران د توغندیو هدف ګرځېدلې ده.

دغه پراخ بریدونه د قطر برید سره هممهاله ترسره شوي، چې د یوې منظمې نظامي ستراتیژۍ ښکارندویي کوي.

د تلفاتو، زیانونو، او د امریکا رسمي غبرګون لا تر دې دمه نه‌دی خپور شوی، خو سیمه کې د حالاتو د لا زیات کړکېچ نښې ښکاري.

مربوطه مطالب

Back to top button