په هرات کې د لس زره راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کار زمینه برابرېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د هرات سیمه‌ییزه اداره وایي، هڅې یې چټکې کړې څو د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کار زمینه برابره کړي او شاوخوا لس زره کسان به د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په بېلابېلو برخو کې په کار وګمارل شي.

د هرات سيمه ايز چارواکي وايي، چې د صنعت او سوداګرۍ او کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له مسؤلینو سره يې ګډه غونډه کړې او دا ګام د خصوصي سکتور په همکارۍ اخیستل شوی، ترڅو هغو مهاجرینو ته چې له ګاونډیو هېوادونو راستنیږي، د کار مناسب فرصتونه برابر شي.

د هرات سیمه‌ییزې ادارې مسؤلین زیاتوي چې د بېرته راستانه شویو د ژوند د ښه تنظیم او د هغوی د ټولنیز ادغام لپاره به عملي او دوامداره اقدامات روان وي.

مربوطه مطالب

Back to top button