کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت خبري مقامات وايي، چې د ترکیې له لورې په دغه ولایت کې به ډېر ژر د دیني او عصري علومو د زدکړې مرکز جوړ شي.
د ننګرهار ولایت د والي د دفتر له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې د ترکیې د خلکو نماینده نورالدین او د ترکیې د الفلاح په نوم د زدکړې د مرکز رئیس د ننګرهار ولایت له والي سلیم کندزي سره وکتل، او د دغه مرکز د جوړولو ژمنه یې ور سره وکړه.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې د دغه مرکز ټول مالي لګښت ترکیه ور کوي.
د ننګرهار والي سلیم کندزي د ترکیې د دغه اقدام هرکلی کړی، او ویلي یې دي، چې د دغه مرکز په جوړولو سره به د ننګرهار ډېر بچیان او ځوانان په دغه مرکز کې د دیني او عصري علومو زدکړه حاصله کړي.
خبر پاڼې لیکلي دي، چې په دغه مرکز کې به له ورځې د عصري علومو، او د شپې پر مهال به د دیني علومو تدریس کیږي.


















