طالبانو « د وفا يون » په نامه نوی فلم خپور کړ!
دغه فلم د طالبانو د منبع الجهاد ادارې لخوا د۶۱ د قيقو په اندازه جوړ او د نويو پرمختللو وسايلو پرمټ لاپسې راښکونکی او پسوللی دی.
فلم دغزني ولايت د مرکزي زندان د ماتولو جريان وړاندې کوي.
د يادونې ده، چې د نوموړي زندان پېښه د روان کال د وږې د مياشتې په ۲۲تمه نېټه دشپې دوه بجو پرمهال رامنځته شوه ، چې څه د پاسه څلور سووه طالب او ولسي زندانيان ازاد پکې کړل شول .
دوفان يون فلم کې هغه سرتيري هم ښودل کېږي، چې په دغو عملياتو کې يې فعاله برخه اخيستې ده .
سربېره پر دې د دغو سرتيرو د نظامي روزنې او وصيتونو صحنې هم پکې وړاندې شوي دي.
د نوموړي فلم يوه نسخه د کابل ټکي کام ادارې ته رالېږل شوې ، چې ځينې صحنې يې له تاسو سره هم شريکوو.
بشپړ فلم په لاندې لايکونو کتلی او ډاونلوډ کولای شئ!
| مبايل | 400 × 224 / 12.54MB | Download |
| درميانه | 400 × 224 / 16.582MB | Download |
| اصل | 400 × 224 / 6.226MB | Download |

















