کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، سمسور ګیلاني
د جرمني په برلین ښار کې شاوخوا ۳۰۰۰ لاریون کوونکو د انګیلا میرکل د تګلارې په غبرګون کې له نوموړې څخه نا خوښي ښودلې ده، او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکو په شعارونو ور کولو کې ویل، چې:
«انګیلا میرکل باید استعفاء ور کړي، او په جرمني کې شریعت ته ځای نشته.»
لاریون کوونکو په داسې حال کې لاریون کوي، چې نن د جرمني پارلمان ته په ۳ فدرالي سیمو کې د وکیلانو ټاکنې ترسره کیږي.
د یادولو ده، دا چې په ټوله اروپا کې د کډوالو په تړاو کړکېچن حالت دی، نو ښايي د انګیلا میرکل او د هغې د ګوند لپاره به دغه ټاکنې ډېرې ستونزمنې ټاکنې وي.


















