د غزې جګړه؛ خان یونس کې د حماس کمین – ګڼو اشغالګرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ( شنبه، ۷ جنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ وسله‌والې څانګې “القسام” لېوا د غزې تړانګې په جنوبي ښار خان یونس کې د صهیونیستي پوځیانو پر کاروان کمین وهلی، چې له امله یې ګڼو اشغالګرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

القسام لېوا په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، چې برید د کره استخباراتي مالوماتو له مخې ترسره شوی، چې چاودېدونکي توکي، لاس بمونه او نږدې واټن ټانګ ضد توغندي پکې کارول شوي دي. هغوی زیاتوي، چې په کمین کې لږ تر لږه ۴ تنه صهیونیستي عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، برید له څو اړخونو شوی او له چاودنو وروسته د القسام ځواکونو د اسرائیلي پوځ پر پوستو بریدونه کړي، چې سختې نښتې رامنځته شوې.

په ورته وخت کې، د اشغالګرو رسنیو هم خپلو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو پخلی کړی، خو کره شمېر یې نه دی خپور کړی.

د ویلو ده، چې دا برید داسې حال کې ترسره کېږي چې صهیونیستي پوځ هڅه کوي د غزې په بیلابیلو برخو کې حماس له منځه یوسي، خو د مقاومت ځواکونه لا هم کلک مقاومت کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button