کابل ټکی کام ۲۳کب/۱۳۹۴، ارین خان
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د سرېلانکا په وړاندې د یوه ښه پلان په جوړولو سره به میدان ته ځي.
سرېلانکا د لومړۍ درجه لوبډلو څخه ده.
له هند څخه د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي دي، چې دغه مسابقه به د هند په کلکته ښار کې د پنج شنبې په ورځ ۱۷ د مارچ وشي.
هغه زیاته کړه چې لوبغاړي یې د پوره امادګۍ لرونکي دي، او دوی ارزو لري، چې لوبډله به یې په نورو لوبو کې هم مثبتې پایلې ولري.
افغانستان زمبابوې ته په ماتې ور کولو سره د نړیوال شل اوریز جام بل پړاو ته هم لاره ومونده.
باید ووایو، دغه لومړی ځل دی چې افغانستان د لمړۍ درجې ټيم ته په ستر تفاوت ماتې ورکوي.
د یادولو ده، چې افغانستان به له سرېلانکا سره له لوبې وروسته، له جنوبي افریقا، انګلستان او له ویسټنډیز سره مقابله وکړي.
















