غور کې د ۱،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو دوه شبکو جوړولو چارې پيل شوې

(کابل ټکی کام، دوشنبه، ۹چنګاښ ۱۴۰۴):
د غور ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تیوره او دولتیار ولسوالیو په کجي او همای خان کلیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکې د ۱،۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې په ترڅ کې به يې درې د اوبو ذخیري، څه باندې ۱۶ کیلومتره پایپ، ۱۶۸ شیردهنونه او ۵۲ سولر تختې نصب شي.
د پروژې په جریان کې به لسګونه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.



